۰
د سیمه ییزه اروګانونوخپلواکه اداره:

د هېواد په کچه نېږدې دوه میلیونه نوې پېژند پاڼې وېشل شوې دي

دوشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۷
د سیمه ییزه اروګانونوخپلواکه ادارې چارواکي وايي، د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې د ګډون په موخه د هېواد په کچه نېږدې دوه میلیونه نوې پېژند پاڼې وېشل شوې دي.
د هېواد په کچه نېږدې دوه میلیونه نوې پېژند پاڼې وېشل شوې دي
د سیمه ییزه اروګانونوخپلواکه ادارې چارواکي وايي، د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې د ګډون په موخه د هېواد په کچه نېږدې دوه میلیونه نوې پېژند پاڼې وېشل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یادې ادارې د پالیسۍ مرستیال تیمور شاران نن دوشنبې د چنګاښ ۴ مه د ولسي جرګې په استجوابیه غونده کې وکړې.

د ولسی جرګې په نن غونډه کې په سیمه ییزه ادارو کې د پېژندپاڼو د وېش د څرګنوالي په اړه د سیمه ییزه اروګانونوخپلواکه ادارې له چارواکو استازو پوښتنې وکړې.

د وکیلانو د پوښتنې په ځواب کې تیمور شاران و ویل، د د سیمه ییزه اروګانونوخپلواکه ادارې د معلوماتو له مخې د پېژندپانو د وېش د ورځې له پيل څخه د تېري غبرګولي میاشتې تر ۱۵ مې پورې په ټول هېواد کې یو میلیون او ۹ سوه زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د هغه په وینا چې د دوی اداره د پېژندپاڼو په وېش کې نېغ په نېغه رول نه لري خو د هغه تړون له مخې، چې د پېژندپاڼو د وېش له ادارې سره شوی ټولې سیمه ییزه ادارې اړ دي، چې د پېژندپاڼو د وېش ټیمونو له پاره د ولایتونو او ولسوالیو په کچه اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د سیمه ییزه ادارو او د پېژندپاڼو د ټیمو تر منځ ښه همغږي وجود لري او دا مهال ۱۰۶۲ ټیمونه په ټول هېواد کې د پېژندپاڼو په وېش باندې لګیا دي.

د د سیمه ییزه اروګانونوخپلواکه ادارې د پالیسۍ مرستیال د تذکرو د وېش په برخه کې د ستونزو د رامنځ ته کېدو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې په ۱۶ ولایتونو کې د دغه وېش په اړه هېڅ ډول خنډ وجود نه لري.

خو په وینا یې په ۱۰ نورو ولایتونو لکه، غزني، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، اروزګان، بدخشان او سرپل ولایتونو کې د امنیتي ګواښونو د زیاتوالي له امله ستونزې شته.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې د ځينو ولایتونو لکه میدان وردګ، لوګر، فاریاب، لغمان، هرات، غور، قندوز، نیمروز او ننګرهار په ځينو ولسوالیو کې د تذکرو د وېش لړۍ له یو شمېر ستونزو او خنډونو سره مخ ده.

خو ټینګار یې وکړ، چې د تذکرو د وېش ګرځنده ټیمونه د ولایتونو او ولسوالیو په مرکزونو کې د ورڅېرمه سیمو خلکو ته پېژندپاڼې وېشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د د پېژندپاڼو د وېش ادارې وړاندې اعلان کړی، چې په ټاکنو کې د ګډون په موخه شاید ۱۰ میلیونه وګړو ته پېژندپاڼې و وېشل شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي