د تدارکاتو ملي کمېټې د ۳ میلیارد افغانیو تړونونه منظور کړل

4 سرطان 1397 ساعت 13:28

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د تدارکاتو ملي کمېتې د ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت بېلا بېل څلور قرادادونه منظور او تایید کړل.


ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د تدارکاتو ملي کمېتې د ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت بېلا بېل څلور قرادادونه منظور او تایید کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، چې پرون یک شنبې د چنګاښ ۳ مه په همدې موخه د ولسمشر تر مشرۍ لاندې یادې کمېټې غونډه درلوده.

سرچینه زیاتوي، چې په دې ناسته کې د د درې میلیارد افغانیو په ارزښت ۴ قراردادونه منظور، یو قرارداد رد او درې نور بېرته ور وګرځول شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په منظور شویو قرادادونو کې د کندهار، هرات، مزارشریف او د حامد کرزي بین‌المللي هوايي ډګر د امنیت د ټینګښت قرارداد، د درې کالو لپاره او د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند د امو دریا حوزې پروژو د تفصیلي ډيزاین او امکان سنجۍ څیړنو قرارداد شامل دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل ښاروالۍ اړوند د څوارلسمې ناحیې د خواجه امام ګذر د زیربناوو د بیارغاونې پروژه او د کور او ښارجوړولو وزارت اړوند ښاري معلوماتو مرکزي سیستم قرارداد هم د غونډې په ترڅ کې منظور شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105600

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105600/

جمهور
  https://www.jomhornews.com