۰
د ولسي جرګې رییس:

هېڅ ځواک نه شي کولای افغانستان تجزیه او ټوټه کړي

دوشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۷
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د جرګې د هغه د څرګندونو په اړه توغند غبرګون وښود، چې ویل یې طالبانو ته د امن سیمو په ورکولو سره به افغانستان سره و وېشل شي.
هېڅ ځواک نه شي کولای افغانستان تجزیه او ټوټه کړي
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د جرګې د هغه د څرګندونو په اړه توغند غبرګون وښود، چې ویل یې طالبانو ته د امن سیمو په ورکولو سره به افغانستان سره و وېشل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې د نن دوشنبې د چنګاښ ۴ مې د عمومي غونډې په امتیازي ساعت کې وکیلانو له طالبانو سره د سولې او هغوی ته د امن سیمو د ورکولو په اړه خبرې وکړې.

یو شمېر وکیلانو طالبانو ته د امن سیمو په ورکولو سره د سولې خبرو ته د لار هواري پلوي کوله خو ځینې نورو وکیلانو دا کار د افغانستان په زیان وباله.

په جرګه کې د بغلان استازي محی الدین مهدي و ویل، چې طالبانو ته د امن سیمو ورکول به د افغانستان تجزیې ته لار هوار کړي او دا ډول سوله ولس ته د منلو نه ده.

د هغه په وینا چې له طالبانو سره سوله آسانه ده او که سوله کوي، نو د حزب اسلامي په شان دې سوله وکړي.

په غونډه کې د دایکنډي استازي صادقي زاده نیلي هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې سوله د ولس غوښتنه او ارمان دی، خو طالبانو ته د امن سیمو ورکول د جګړې د جغرافیې د تغیر په مانا دي، چې څوک به یې ونه مني.

خو د جرګې د دغه غړو خبرو د ولسی جرګې د رییس عبدالروف ابراهیمي تند غبرګون راوپاراوه او ویې ویل هېڅ ځواک، هېڅوک او هېڅ قوم د افغانستان د تجزیه کولو توان نه لري.

هغه و ویل دغه ډول څرګندونې پرته له دې چې په جرګه کې لفظي تاوتریخوالی رامنځ ته کړي او د ولس اندېښنې زیات کړي بل څه لاس ته راوړنه نه لري.

ابراهیمي د جرګې له غړو و غوښتل، چې د سولې په برخه کې انصاف ولري او ملي ګټې تر شخصي ګټو غوره وګڼي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي