د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر په یوه سفر کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره یې په خبرو کې له افغانستان سره د خپل هېواد د نظامي او ملکي مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن سره ولسمشر محمد اشرف غني پرون دوشنبې د چنګاښ څلورمه په ارګ کې وکتل.
سرچینه زیاتوي دواړو لورو د افغانستان په اوسني وضعیت، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، اقتصادي پراختیا، سیمه ییزه همکارۍ او په آسیا په ځانګړې توګه په جنوبي آسیا کې د افغانستان د اقتصادي نقش پر پراختیا خبرې اترې وکړې.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر په عین وخت کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د اوربند ستاینه وکړه او ویې ویل، چې هېواد یې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی.
نوموړي ټینګار وکړ، چې برېتانیا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو هر اړخیز ملاتړ کوي او له افغانستان سره خپلو ملکي او نظامي مرستیو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې د بریتانیا حکومت په یوې اعلامیې کې د بوریس جانسون له قوله لیکلي چې وایي، افغانستان کې د ثبات له پاره پر ټولو هغو هېوادونو چې په افغانستان کې نفوذ لري، په تېره بیا له ګاونډیانو یې به په دې حساس وخت کې له خپل نفوذه رغنده کار واخلي.
ولسمشر غني هم له افغانستان سره د برېتانیا د مرستیو د مننې تر څنګ له ترهګرۍ سره د سیمه ییزې او نړیوالې مبارزې په برخه کې د برېتانیا رول مهم بللی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل