۰
ډاکترعبدالله:

پاکستان له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې لازم مرسته نه ده کړې

سی شنبه ۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۳
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د برېتانیا له بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن سره خبرو کې ویلي، چې پاکستان له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې لازمه مرسته او همکاري نه ده کړې.
پاکستان له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې لازم مرسته نه ده کړې
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د برېتانیا له بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن سره خبرو کې ویلي، چې پاکستان له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې لازمه مرسته او همکاري نه ده کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله پرون دوشنبې د چنګاښ ۴ مه په سپېدار ماڼۍ کې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن سره چې افغانستان ته په سفر راغلي وکتل.

دواړو لورو د افغانستان په اوسني وضعیت، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، اقتصادي پراختیا، سیمه ییزه همکارۍ او ځینو نورو مسایلو بحث او خبرې کړې دي.

ډاکتر عبدالله په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د برېتانیا له مرستو مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

افغان اجرائیه رییس د افغانستان پر اوسني وضعیت رڼا واچوله او ویې ویل سره له دې چې هیلې او خوشبینۍ زیاتې شوې خو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې تر اوسه لازمه همکاري نه ده شوې.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن له افغانستان سره د خپل هېواد په هر اړخیزه مرستو ټنګار کړی دی.

په ورته وخت کې د بریتانیا حکومت په یوې اعلامیې کې د بوریس جانسون له قوله لیکلي چې وایي، افغانستان کې د ثبات له پاره پر ټولو هغو هېوادونو چې په افغانستان کې نفوذ لري، په تېره بیا له ګاونډیانو یې به په‎ دې حساس وخت کې له خپل نفوذه رغنده کار واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي