۰

غزني کې ټاکنې په حوزوي شکل تر سره کېږي

سی شنبه ۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۴
د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ، چې په غزني ولایت کې به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو له پاره ټاکنې په حوزوي شکل تر سره شي.
غزني کې ټاکنې په حوزوي شکل تر سره کېږي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ، چې په غزني ولایت کې به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو له پاره ټاکنې په حوزوي شکل تر سره شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد کمېسیون د همدغه کار د تر سره کېدو له پاره غزني په دریو ټاکنیزو حوزو وېشلی دی.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وايي، دا پرېکړه یې د یاد ولایت له قومي مخورو، سیمه ییزو چارواکو، ارګ او اجراییه ریاست سره تر اوږدو خبرو ورسته کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې تصمیم او پرېکړه د کمېسیون د مشرتابه پلاوي له خوا شوې او ډېر ژر به په غزني کې د رایه ورکوونکو او نوماندانو د نوم لیکنې پروسه پیل او تر سره شي.

باید و ویل شي، چې د غزني ولایت ګڼ شمېر خلکو د دغه ولایت د ټاکنو کمېسیون دروازه له دې امله تړلې وه، چې په وینا یې په تېرو ټاکنو کې له دغه ولایت څخه یوازې د یوه قوم خلک پارلمان ته ورغلي و، چې باید دا پروسه تغیر وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي