۰

د امریکا دفاع وزیر په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی

سی شنبه ۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۳
د امریکا دفاع وزیر جنرال جیمز متیس په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی او ښايي د ملي یووالي حکومت له مشرانو او لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره وګوري.
د امریکا دفاع وزیر په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی
د امریکا دفاع وزیر جنرال جیمز متیس په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی او ښايي د ملي یووالي حکومت له مشرانو او لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې متیس نن سه شنبې د چنګاښ ۵ مه کابل ته رارسېدلی دی او دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي وړمه ورځ د ايلسون په نوم د هوايي ځواک په اډه کې آسیا ته په رسمي سفر تر روانېدو وړاندې ویلي وو چې  تر ۱۷ کلنې جګړې وروسته په لومړي ځل د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د حقیقي مذاکراتو له پاره هڅوونکې نښې نښانې ویني.

نوموړي، د درېيو ورځو لپاره د طالبانو د اوربند د رعايت موضوع ته اشاره ویلي، چې تر دوى مخکې ولسمشر غني دغسې يو اوربند وړاندیز کړى و.

د هغه په وینا که څه هم طالبانو د اوربند د غځولو لپاره يو چانس له لاسه ورکړ، خو دا چې ګڼ طالب جنګيالي د اختر په خوشحالۍ کې د افغانستان له امنيتي ځواکونو او ملکيانو سره شريک شوي وو، دى هڅول شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن هم ویلي دوی د یپلوماتانو له لارې هڅه کوي تر څو ځینې هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان طالبان دې ته وهڅوي، چې له افغان حکومت سره سوله وکړي.

نېکولسن ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال ویلي، چې تمه لري پاکستان به طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

باید و ویل شي، چې په اختر کې د حکومت او طالبانو له خوا اوربند په افغانستان کې د سولې هیلې او هڅې کړۍ او ژوندی کړې او په یو شمېر ولایتونو کې هم په ولسي کچه د سولې او اوربند له پاره جدي هڅې روانې دي.

د ځینو افغان چارواکو په وینا ان طالبانو ورسره تماسونه نیولي او ترې غوښتي یې دي، که افغان حکومت ورته امن سیمې او د کار زمینه برابره کړي، چمتو دي، چې وسلې کېږدي او سوله وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي