ولسمشر غني:

د دیني عالمانو فتوا د ملت د غوښتنه وه نه د دولت

6 سرطان 1397 ساعت 8:40

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او دغه جګړې د نارواتوب په اړه د زرګونو دیني عالمانو فتوا د ملت غوښتنه او غږ و، نه د دولت.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او دغه جګړې د نارواتوب په اړه د زرګونو دیني عالمانو فتوا د ملت غوښتنه او غږ و، نه د دولت.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي غني چې پرون سه شنبې د چنګاښ ۵ مه مازیګر مهال د عالمانو او سولې شورا ګډې غونډې ته وینا کوله و ویل، چې د اختر په ورځ کې اوربند وښوده چې ټول ولس په یوه اواز د سولې غوښتونکی دی او نور له جګړې ستړي شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ولس همدې غږ او غوښتنې ته دیني عالمانو هم مثبت ځواب ویلی او په افغانستان کې روانه جګړه یې ناروا بللې او د پای غوښتنه یې کړې.

ښاغلي غني و ویل«زموږ د دیني عالمانو فتوا د جنګ فتوا نه وه بلکې د سولې فتوا وه، ۲۹۰۷ تنه دیني عالمانو په متفق ډول د ملت دغه غوښتنې ته ځواب و وایه دا په اصل کې د ملت د غوښتنې فتوا وه نه د دولت، دا فتوا د علماوو خپله پرېکړه وه او موږ ورته درناوی لرو او د سولې له پاره هڅې کوو.»

هغه په خپلو خبرو کې د ا هم و ویل، چې په اوربند سره افغان ولس نړیوالو ته وښوده، چې دا یو سوله غوښتونکی ولس دی، چې ملي ګټې ورته تر شخصي هغو مهمې دي.

ولسمشر غني د عالمانو او سولې شورا ګډې غونډې ته په خبرو کې وویل ، د وسله والو طالبانو دا جرأت چې په روژه کې یې درې ورځنی اوربند اعلان کړ د ستایلو وړ دی، ځکه د ده په خبره د دوی لپاره دا ډول پرېکړه اسانه کار نه دی.

نوموړي زیاته کړه چې په هېواد کې د سولې په برخه کې ملي اجماع را منځته شوې او د دې هېواد هر وګړی د سولې غوښتونکی دی.

ښاغلي غني ویلي، چې د ملت غوښتنې ورته لومړیتوب لري او د افغانانو د غوښتنو د پوره کولو لپاره به هیڅ راز هڅې ونه سپموي.

هغه وايي، تر اوسه یې حتی له یو طالب سره هم خبره نه ده کړې، ځکه د ده په خبره دا پروسه باید رڼه او ټولو افغانانو ته ښکاره وي.

هغه وړاندې په خپلو خبرو کې وویل، چې د طالبانو ټولې غوښتنې یې منلې دي او له دې وروسته یې هم ټولو معقولو غوښتنو ته مثبت ځواب وايي.

ولسمشر دغه راز پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له جګړو لاس پر سر شي، ځانونه خپلواک ثابت کړي او هره غوښتنه او ستونزه چې لري باید د خبرو له لارې یې مطرح او حل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 105665

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105665/

جمهور
  https://www.jomhornews.com