د زابل سلګونو اوسېدونکو د دغه ولایت د ولایتي شورا دروازه له دې امله تړلې، چې په وینا یې د شورا رییس میرویس نیکه او هوتک قوم ته سپکې سپورې کارولې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولایتي شورا غړو او عامو خلکو پرون سه شنبې د چنګاښ ۵ مه له یوې اعتراضیه غونډې ووروسته د شورا دروازه وتړله.
دوی ویل، چې د دې شورا رییس عطا جان حقبیان ملي مشر میرویس خان نېکه او د هوتکو قوم ته له سپکاوي ډک الفاظ کارولي دي.
د ولايتي شورا مرستيال اسدالله کاکړ خبريالانو ته و ويل وروسته تر هغه چې عطاجان قوم او ملي مشر ته سپکاوی وکړ نور دوی نه غواړي چې د ولايتي شورا دفتر پرانيستى وي خو په وینا یې د دغه ستونزې د حل له پاره یې هلې ځلې پیل کړې دي.
دوی له حکومت څخه په جدي ډول وغوښتل، چې دغه موضوع وڅېړي، د ولایتي شورا رییس له دندې لرې او قانون ته وسپاري.
دوی ګواښ وکړ، چې که حکومت دغه موضوع جدي ونه څېړي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
خو د زابل د ولايتي شورا رئيس عطا جان حق بيان پر خپل فېسبوک پاڼه ويلي چې خپاره شوي غږونه جعلي دي او دا د نوموړي لپاره یوه سياسي دسيسه ده.
جمهورخبري آژانس:زابل