افغانستان او کلمبیا کې د نشه يي توکو تولید زیات شوی دی

6 سرطان 1397 ساعت 10:20

د ملګرو ملتونو د نشه‎يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره یا UNODCوايي، په افغانستان او کلمبیا کې د نشه ‎يي توکو په تولید کې زیاتوالی راغلی دی.


د ملګرو ملتونو د نشه‎يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره یا UNODCوايي، په افغانستان او کلمبیا کې د نشه ‎يي توکو په تولید کې زیاتوالی راغلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هغه راپور په بنسټ چې پرون سه شنبې د چنګاښ ۵ مه خپور شوی په کې راغلي، چې په افغانستان او کلمبیا کې د ۲۰۱۶ نه تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې د نشه يي توکو په تولید کې ۶۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې په کابل کې د نشه ‎يي توکو پرضد د مبارزې وزارت هم منلې وه چې په افغانستان کې په وروستیو کې د نشه‎يي موادو تولید او کارول زیات شوي دي.

خو د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله له نشه يي توکو سره د مبارزې د ورځې په کنفرانس کې و ویل، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید او کرکیلې د زیاتېدو لامل یو هم نړیوال بازارونه دي.

د ښاغلي عبدالله له وینا ښکار، چې که نړیوال په خپلو بازارونو کې د نشه يي توکو تقاضا راکمه کړي او مخنیوی یې وکړي، نو افغانستان کې به هم د نشه يی توکو کرکیله او تولید راکم شي.

ویل کېږي، چې د افغانستان له نشه يي توکو ډېره ګټه نړیوالو مافیايي ډولو او قاچاق وړونکو ته رسیږي او افغان ګرونده نشه يي کولای خپل نشه يي توکي تر نړیوالو بازارونو ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105677

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105677/

جمهور
  https://www.jomhornews.com