۰
ترکیې ته د امریکا خبردارۍ!

له روسیې راکټ ضد سیستم مه اخلی که نه اف ۳۵ الوتکې نه درکوو

چهارشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۶
امریکا ترکیې ته خبردارۍ ورکړی، چې له روسیې د راکت ضد سیستم ونه پېري که نه امریکا به پرې د اف ۳۵ الوتکو پلور ودروي.
له روسیې راکټ ضد سیستم مه اخلی که نه اف ۳۵ الوتکې نه درکوو
امریکا ترکیې ته خبردارۍ ورکړی، چې له روسیې د راکت ضد سیستم ونه پېري که نه امریکا به پرې د اف ۳۵ الوتکو پلور ودروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبردارۍ د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویس میچیل د امریکا سنا جرګې بهرنیو اړیکو کمېټې کې ترکیې ته ورکړی دی.

نوموړي ویلي، که ترکیه چې د ناټو متحده ده له روسیې د دافع هوا سیسټم وپيري د روسیې په دفاعي سکټور د امریکا بندیزونه به نقض کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویس میچیل زیاته کړې، چې که روسیه دا سیسټم له روسیې واخلي د امریکا اف ۳۵ الوتکې نه شي ترلاسه کولی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا په کانګرس کې پر ترکیې د اف ۳۵ الوتکو د پلورو لایحه مطرح شوې ده.

ترکیې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تېره اوونۍ یې دفاع وزیر نوریتین جانیکیله د امریکا غوښتنه چې ترکیه له روسیې اس څلور سوه سیسټمونه ونه پیري یو" بلک مېل" یاد کړ او رد یې کړه.

نوموړي زیاته کړې وه، چې ترکیه د ناټو د غړې په توګه ټولو ژمنو ته ولاړه ده او له امریکا د اف پنځه دېرش جټ الوتکو په وخت رسېدو ته په تمه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي