۰
ډاکټر عبدالله عبدالله:

حکومت د سولې هڅه کوي، طالبان دې هم د خپلو هېوادوالو له وژلو لاس واخلي

چهارشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۴
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، افغان حکومت د سولې له پاره هر راز هڅه کوي، خو په وینا یې وسله والو طالبانو ته هم پکار ده، چې جګړه پرېږدي او د خپلو هېوادوالو له وژلو لاس واخلي.
حکومت د سولې هڅه کوي، طالبان دې هم د خپلو هېوادوالو له وژلو لاس واخلي
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، افغان حکومت د سولې له پاره هر راز هڅه کوي، خو په وینا یې وسله والو طالبانو ته هم پکار ده، چې جګړه پرېږدي او د خپلو هېوادوالو له وژلو لاس واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن چهارشنبې د چنګاښ شپږمه کابل د ښځو په اړه جوړه شوې یوه غونده کې د وینا پر مهال وکړې او ویې ویل، نور د دې وخت رارسېدلي، چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسول شي.

نوموړي زیاته کړه، چې درې ورځي اوربند وښوده، چې ټول ولس له جګړې ستړی شوی او سوله غواړي، چې باید د ولس دغه غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړل شي او جګړه پای و مومي.

هغه ټینګار وکړ، چې طالبانو هم باید له اوربند درس اخیستی وي او دا ورته ثابته شوي چې په سوله او ورورولۍ کې تر جګړو او تاوتریخوالي ژوند ډېر ښه دی.

د افغان حکومت اجرائیه رییس و ویل، که طالبان سوله وکړي د ولسواکۍ لاس ته راوړنې به نه ضایع کېږي او قوانینو ته به احترام کېږي.

ښاغلی عبدالله وايي، افغان حکومت سولې ته هڅه کوي، خو په وینا یې طالبانو ته هم نور پکار ده، چې له جګړې لاس واخلي او د خپلو هېوادولو وژنه ودروي.

هغه په خپلو خبرو کې پر ولس هم غږ وکړ او غوښتنه یې ترې وکړه چې په خپلو سیمو کې وسله وال طالبان سولې ته وهڅوي تر څو د جګړې لمن ټوله شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اختر له اوربند وروسته په کور د ننه او نړیواله کچه په افغانستان کې د سولې هڅې او سولې ته هیلې زیاتې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي