د مالیې پخوانی وزیر اکلیل حکیمي په نړیوالو چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني د ارشد سلاکار په توګه وټاکل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حکیمي پرون سه شنبې د چنګاښ ۵ مه د یوې غوندې پر مهال د مالیې وزارت څخه استعفا وکړه او نن چهار شنبې یې د کابینې په غونده کې په رسیمي توګه خدای پاماني وکړه، چې د ولسمشر له خوا دولتي مډال هم ورکړل شو.
خو د کابینې تر غونډې او خدای پامانۍ څو ساعته وروسته د ارګ پر فسبوک پاڼه د هغه د بیا ټاکل کېدو په اړه خبر ورکړل شو، چې د ولسمشر سلاکار ټاکل شوی دی.
د ارګ پر فسبوک پاڼه لیکل شوي د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکم پر بنسټ اکلیل حکیمي په بین المللي چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام د ستر سلاکار په توګه وګومارل شو.
د حکم په متن کې لېکل شوي چې، په بین المللي چارو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام د ستر سلاکار په توګه د مالیې وزارت د پخواني وزیر اکلیل حکیمي ټاکنه منظوره ده.
جمهورخبري آژانس:کابل