په سویل ختیځ زون کې پوځي چارواکي وایي، افغان هوايي ځواکونو غزني ولایت کې پر وسله والو طالبانو بریدونه کړی او ۱۶ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو زیاتوي، چې دغه هوايي بریدونه د غزني د اندړو ولسوالۍ په کجیر، جمال قلعه او مرادي سیمو کې د طالبانو پر مرکزونو شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې بریدونو کې ۷ وسله وال طالبان وزلش وي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز قول اردو د میدان وردګو، بامیانو او غزني ولایتونو د لویو لارو پر سر د چاڼیزو عملیاتو د پیل خبر هم ورکړی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال د طالبانو د مرګ ژوبلې خبر رد کړی او دا یې د دولتي ځواکونو تبلیغات بللي دي.
جمهورخبري آژانس:غزني