۰

لوګر کې په سوله غوښتونکي غونده چاودنې ۸ ملکیان و وژل

پنجشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۰
پوخي چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د سولې غوښتونکو ځوانانو په یوه غونده کې چاودنې ۱۲ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
لوګر کې په سوله غوښتونکي غونده چاودنې ۸ ملکیان و وژل
پوخي چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د سولې غوښتونکو ځوانانو په یوه غونده کې چاودنې ۱۲ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن پنشنبې د چنګاښ ۷ مه د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په اسماعیل خېلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

په سویل ختیځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي، په دغه سیمه کې یو شمېر ځوانان د سولې له پروسیې څخه د ملاتړ په موخه راغونډي شوي و، چې منځ کې یې د طالبانو له خوا چاودنه رامنځ ته شوې.

د دغه قول اردو مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې چاودنه کې ۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په وژل شویو کسانو کې یوه مېرمن او یو ماشوم هم شامل دي.

په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوی، چې دغه چاودنه د څه شي له امله رامنځ ته شوې، خو ځینې راپورونه وايي، چاودنه ځانمرګی برید وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي