تخار ولایت کې طالبانو ۱۴ سرحدي پولیس وژلي دي

7 سرطان 1397 ساعت 13:27

سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تخار ولایت کې د سرحدي پولیسو پر پوسته په برید کې ۱۴ سرحدي پولیس وژلي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تخار ولایت کې د سرحدي پولیسو پر پوسته په برید کې ۱۴ سرحدي پولیس وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د تخار د والي ویاند سنت الله تیموري ویلي، طالبانو تېره شپه د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ په نو آباد کلي د امو سیند ته څېرمه د سرحدي پولیسو پر یوه پوسته برید کړی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې ۱۴ سرحدي پولیس وژل شوي او د پوستې تجهیزات هم وسله والو طالبانو له ځان سره وړي دي.

د تخار د والي ویاند په خبره د یادې پوستې شپږ سرحدي پولیس لادرکه شوي هم دي، خو د موندلو له پاره یې په دغه ځنګلي سیمه کې لټون روان دی.

تیموري وايي، په نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو د کره شمېرې په اړه یې معلومات نه لري.

طالبانو هم په یاده ولسوالۍ کې جګړه مني او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، ۸ سرحدي پولیس وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی دی.

مجاهد دا هم ویلي، چې په دغه سیمه کې یې څلور امنیتي پوستې هم له امنیتي ځواکونو څخه نیولې دي.

جمهورخبري آژانس:تخار
 
 
 


د مطلب کود: 105732

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105732/

جمهور
  https://www.jomhornews.com