د افغانستان له پاره د تماس نړیوالې ډلې له افغان وسله والو طالبانو غوښتي، چې د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب و وايي، او د سولې خبرې پیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د آذربایجان پلازمېنه باکو کې د تېرې پنشنې په ورځ د افغانستان له پاره د تماس ډلې غونډه تر سره شوه.
په دغه غونده کې د افغانستان روان امنیتي حالت، له طالبانو سره د حکومت اوربند او دغه راز د سولې پر سر خبرې اترې وشوې.
د غونډې برخوالو هېوادونو په یوه غږ د افغان سولې له وړاندیز او اوربند څخه د هرکلي تر څنګ د سولې د خبرو ملاتړ اعلان کړ.
دوی په ګډه اعلامیه کې د افغان وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي او د سولې خبرې پیل کړي.
دغه راز د تماس ډلې پنځوسو هېوادونو په یوه خوله له پاکستانه وغوښتل، چې د افغان سولې په برخه کې ریښتینې مرستې او همکارۍ وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تماس ډلې د افغانستان د سولې له بهیره د ملاتړ تر څنګ پر طالبانو غږ وکړ، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل