امریکا د افغانستان په اړه په اذاربایجان کې د تماس ډلې غونډه او دغه راز د افغان سولې په برخه کې د اذربایجان هېواد هڅې ستایلې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې الیس ویلز ویلي، اذربایجان خپل موقعیت ته په کتو په افغانستان کې مهم رول لوبولی شي.
د نوموړې په وینا د افغانستان د ثبات، امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره د دغه هېواد هڅې د ستایلو وړ دي.
ویلز د اذربایجان له ولسمشر الهام علي اف مننه کړې چې تل یې د افغانستان په قضیه کې مثبت ګامونه پورته کړي دي.
باید و ویل شي، چې د افغانستان له پاره د تماس ډلې د تېرې پنشنبې په ورځ غونده درولوده او په کې یې له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د افغان حکومت د سولې خبرو ته مثبت ځواب ورکړي او د سولې خبرې اترې پیل کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل