د فضل الله تر وژل کېدو وروسته پر سرحدي پوستو د پاکستاني طالبانو بریدونه

9 سرطان 1397 ساعت 9:26

افغان سرحدي ځواکونه وايي، د پاکستان طالبانو د مشر ملا فضل الله تر وژل کېدو وروسته پاکستاني طالبانو د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه ډېر کړي دي.


افغان سرحدي ځواکونه وايي، د پاکستان طالبانو د مشر ملا فضل الله تر وژل کېدو وروسته پاکستاني طالبانو د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه ډېر کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خېل وايي، له کله چې ملا فضل الله د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي، له کرښې پورې غاړې پاکستاني طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه زیات کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، شاوخوا ۱۵۰ طالبانو د پاکستاني پوځيانو د پوستو له نږدې سیمو پر افغان سرحدي پوستو بریدونه پیل کړل او غوښتل يي چې ځینې پوستې سقوط کړي.

د قوماندان حسین خیل په وینا پاکستاني طالبانو د ننګرهار ولایت د مومندري ولسوالۍ اړوند د خورۍ په سیمه کې پر افغان پوستو بریدونه کړي.

هغه وايي، په دغه برید کې د پاکستاني طالبانو ځینې مهم مشران هم شامل وو چې د افغان ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

په ورته وخت د کندهار امنیتي مسؤولینو هم ویلي، پاکستاني طالبان چې سپکې او درنې وسلې ورسره دي د ډیورنډ کرښې ته څیرمه پر افغان امنیتي پوستو بریدونه کوي.

د کندهار د امنیتي چارواکو په وینا له دغو بریدونو وروسته یې تدابیر جدي کړي او افغان ځواکونه د شپې مهال په سرحدي سیمو کې ګزمې کوي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 105755

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105755/

جمهور
  https://www.jomhornews.com