۰

چین کې ترافیکي پېښې ۱۸ تنه وژلي دي

شنبی ۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۱
راپورونه وايي، چین کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چین کې ترافیکي پېښې ۱۸ تنه وژلي دي
راپورونه وايي، چین کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونو کې رغلي، چې دغه پېښه د چین مرکزي سیمې هونان ښار کې رامنځ ته شوې ده.

ویل کېږي، په دغه ترافیکي پېښه کې، چې بس وړونکي موټر د ګړندي تګ له امله رامنځ ته شوې، ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

چینايي پولیس وايي، له ټپیانو سره بېړنۍ مرستې شوې او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي