افغان ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د یوه زر بستریز روغتون د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا په ختیځ زون کې تر ټولو لوی روغتيايي کمپلکس دی، چې جوړېږي او د بنسټ ډبره یې نن یک شنبې د چنګاښ ۱۰ مه د ننګرهار چارواکو، په حضور کې د ولسمشر غني له خوا کېښودل شوه.
ارګ وايي، دغه کمپلکس کې به چې ۲۰۰ جريبه ځمکه رانغاړي ۲۰۰ بستريز نساي ولادي روغتون، د معلولينو لپاره ۱۵۰بستریز روغتون, د توبرکلوز ۴۰ بستريز روغتون، ۶۰۰ بسترو او د درملو د ډیپوګانو لرونکی د ننګرهار ولايت د نوي روغتون ودانۍ په کې شامله وي.
د یادونې وړ ده، چې ولسمشر غني به د دغه سفر په ترڅ کې د ننګرهار له مشرانو، علماوو، د پوهنتون او ښوونځیو له استادانو، ولسوالانو، د ولایتي شورا له وکیلانو، ځوانانو او د مدني ټولنې د بنسـټونو له استازو، ښځو، د شهیدانو له کورنیو، سوداګرو او صنعتکارانو، د ګذر وکیلانو او اصنافو، نظامي او امنیتي مسولانو، افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره جلا جلا لیدنې کتنې ولري.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار