۰
مشرانو جرګه:

د ځانګړو پولیسو د قوماندان عزیزالله کاروان د وژل کېدو قضیه باید جدي وڅېړل شي

یکشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۶
مشرانو جرګې کابل ښار کې د پکتیکا ولایت د ځانګړو پولیسو د قوماندان عزیرالله کاروان پر وژل کېدو د خواشنۍ تر څنګ له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې دغه قضیه په جدي توګه وڅېړي.
د ځانګړو پولیسو د قوماندان عزیزالله کاروان د وژل کېدو قضیه باید جدي وڅېړل شي
مشرانو جرګې کابل ښار کې د پکتیکا ولایت د ځانګړو پولیسو د قوماندان عزیرالله کاروان پر وژل کېدو د خواشنۍ تر څنګ له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې دغه قضیه په جدي توګه وڅېړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې مشر فضل الهادي مسلم یار د نن یک شنبې د چنګاښ ۱۰ مې په عمومي غونډه کې و ویل، چې د کابل په یوه امن سیمه کې د پولیسو د یوه وتلي قوماندان عزیزالله کاروان ترور او وژل کېدل د اندېښنې وړ خبره ده او دغه قضیه باید په جدي ډول وڅېړل شي.

نوموړي د مشرانو جرګې د داخلي امنیت کمېسیون ته هم دنده وسپارله تر څو دغه قضیه وڅېړي، چې په څه ډول ترهګر وتوانېدل کابل ښار کې یوه داسې پېښه رامنځ ته کړي.

دغه زار مسلم یار و ویل د هغه کسانو په اړه هم باید جدي پلټنه وشي، چې په دغه کار کې یې له ترهګرو سره مرسته کړې او یا یې هم د دغه برید په مخنوي کې غفلت کړی دی.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزاد یار هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، دغه پېښې زیات سوالاونه راپیدا کړي چې یو له هغو همدا دی، چې څه ډول ترهګر وتوانېدل د کابل ښار په زړه کې داسې یوه پېښه رامنځ ته کړي.

نوموړي ټنګار وکړ، چې حکومت باید دغه قضیه په جدي توګه وڅېړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.

په مشرانو جرګه کې د پکتیکا ولایت استازي جمعه الدین و ویل، چې پر عزیزالله کاروان ۱۰ تنه وسله والو تنه وسله والو چې د نوموړي کور ته په زرې لرونکي دوه موټرو کې راغلي وو برید کړی او وژلی یې دي.

باید و ویل شي، چې د پکتیکا ولایت د ځانګړو پولیسو د ۰.۱ قطعې وتلي او مشهور قوماندان عزیزالله کاروان د تېرې جمعې (د چنګاښ ۸مه) د پلازمېنې کابل ښار په مکرویانو سیمه کې په یوه پارک کې تر برید لاندې راغی او و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي