امریکا:

پاکستان باید امریکا او افغانستان سره مرسته وکړي، چې افغان جګړه کابو شي

11 سرطان 1397 ساعت 10:12

امریکايي چارواکي وايي، پاکستان دې له امریکا او افغان حکومت سره مرسته وکړي، چې افغانستان کې روان ناورین او جګړه پای ته ورسول شي.


امریکايي چارواکي وايي، پاکستان دې له امریکا او افغان حکومت سره مرسته وکړي، چې افغانستان کې روان ناورین او جګړه پای ته ورسول شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ زیاتوي، دغه څرګندونې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې آلیس ویلز کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، طالبانو په ځلونه د افغان حکومت د سولې وړاندیز رد کړی دی، خو نور د دې وخت دی، چې دا جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسول شي.

مېرمن ویلز ټینګار کړی، چې د افغانستان روانه جګړه یوازې او یوازې سوله ییز حل لري او د سولې خبرې باید داسې پایله ولري، چې په دغه هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.

برتانوي ډیلي مېل ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې روانو هڅو ته په اشارې سره ویلي، چې د سولې د خبرو په وړاندې هغه طالب مشران خنډ دي، چې په بهر کې مېشت دي.

ویلز چې په پام کې ده نن دوشنبې د چنګاښ ۱۱ مه اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره وګوري ټینګار کړی، چې پاکستان باید پر طالبانو مشرانو فشارونه زیات کړي، تر څو د سولې خبرو او جوړجاړي ته چمتو شي.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان په دې مهمه مسله کې لوی رول لري، خو تراوسه مو د اسلام اباد له اړخه کوم ثابت او پریکنده ګام نه دی لیدلی چې اوچت شوی وي.

هغې ویلي پاکستان دې پر طالبانو پر فشار راوړلو سره له امریکا او افغان حکومت سره مرسته وکړي چې دلته روان ناورین پای ته ورسول شي او جګړې کابو کړل شي.

په ورته وخت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د مېرمن ویلز له قوله ویلي، چې نور په افغانستان کې طالبانو ته د جګړې کولو پلمه نه ده پاتې.

مېرمن ویلز زیاته کړې، دا چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د راتلونکې په اړه هم د خبرو وړاندیز شوی، نو فکر نه کوي، نور دې داسې کومه بهانه پاتې وي چې طالبان یې له مخې له افغان دولت سره د سولې له خبرو انکار وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې دا هم ویلي، نور طالبانو ته دا منلو نه ده چې د سولې د خبرو وړاندیز دې رد کړي ځکه په وینا یې اوس یوازې عام خلک نه، بلکې د طالبانو قومندانان او د دې ډلې وسله وال هم سولې ته لېواله دي.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105837

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105837/

جمهور
  https://www.jomhornews.com