۰

دفاع وزارت وايي اروزګان کې ۵۵ وسله وال وژل شوي دي

دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۶
ملي دفاع وزارت وایي، اروزګان ولایت کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې تر ۶۰ زیاتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزارت وايي اروزګان کې ۵۵ وسله وال وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وایي، اروزګان ولایت کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې تر ۶۰ زیاتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزرات نن دوشنبې د چنګاښ ۱۱ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د اروزګان مرکز ترینکوټ، خاص اروزګان او چورې ولسوالیو کې د وسله والو پر ضد عملیات کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۳۵ وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اروزګان مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د عملیاتو پر مهال بیا ۲۰ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت په دغه عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو د ځینو پتڼځایونو او یوه اندازه وسلې او مهماتو له منځه وړلو خبر هم ورکوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي