هند کې افغان سفیر:

نړۍ باید نور د پاکستان پر وړاندې خاموشه پاتې نه شي

11 سرطان 1397 ساعت 14:32

هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي وايي، ترهګرۍ ډلې په پاکستان کې خوندي ځایونه لري او نور یې باید پر وړاندې نړۍ چوپه خوله پاتې نه شي.


هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي وايي، ترهګرۍ ډلې په پاکستان کې خوندي ځایونه لري او نور یې باید پر وړاندې نړۍ چوپه خوله پاتې نه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ابدالي دغه څرګندونې له یوې هندي رسنۍ سره په ننګرهار کې شوي موټر بم ځانمرګي برید ته چې په کې ګن شمېر اهل هنودو ته هم مرګ ژوبله واوښته په اشارې سره کړې دي.

ننګرهار کې پرون یوه ځانمرګي موټر بم برید ۱۹ تنه و وژل او ۲۱ نور یې ټپیان کړل، چې ډېری یې افغان اهل هنود کسان و.

د دغه برید مسؤولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی او هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي هم ویلي، چې داعش جګړه مار د ډېورنډ فرضي کرښې له پورې راغاړې راخي او پر افغانانو باندې بریدونه کوي.

نوموړي د ننګرهار برید ته په اشارې سره و ویل، چې په افغانستان کې پر سک لږکیو برید د هند او افغانستان پر اړیکو برید دی.

خو به وینا یې دښمن دې پوه وي چې په دې ډول بریدونو سره د افغانستان او دوست هېواد هند اړیکې نه شي زیانمنولی.

ښاغلي ابدالي ویلي، چې افغانستان تر برید لاندې دی او په دې هېواد کې جنګېدونکي ټول جنګیالي په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري او دلته ټول بریدونه په پاکستان کې تنظیمېږي.

هغه په خپلو خبرو کې ټینګار کړی دی، چې د افغانستان ګاونډی پاکستان له ډېره وخته راهیسې د افغانستان په ورانولو کې لاس لري او نور یې باید نړۍ پر وړاندې خاموشه پاتې نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم په افغانستان کې پرونی برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې هېواد یې له افغانستان سره هر راز مرستو ته چمتو دی.

نوموړي په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، ننګرهار کې وروستي برید وښوده، چې افغانستان له ترهګرۍ سره لا هم سختې مبارزې ته اړتیا ده او له هغه هېوادونو باید پوښتنه وشي، چې د نړیوالې ترهګرۍ تر شاه ولاړ او ملاتړ یې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 105860

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105860/

جمهور
  https://www.jomhornews.com