۰

فاریاب کې د نظام الدین قیصاري پلویانو په لاریون لاس پورې کړی دی

سی شنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۲
راپورنه وايي، فاریاب کې د جنرال دوستم د یوه وتلي قوماندان نظام الدین قیصاري تر نیولو وروسته د هغه یو شمېر پلویانو په لاریون لاس پورې کړی دی.
فاریاب کې د نظام الدین قیصاري پلویانو په لاریون لاس پورې کړی دی
راپورنه وايي، فاریاب کې د جنرال دوستم د یوه وتلي قوماندان نظام الدین قیصاري تر نیولو وروسته د هغه یو شمېر پلویانو په لاریون لاس پورې کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قیصاري پلویان د فاریاب ولایت مرکز میمنه ښار کې واټونو ته راوتلي او د نوموړي د خوشي کېدلو غوښتنه کوي.

دوی وایي د قوماندان نظام الدین قیصاري غیر قانوني کار او د هغه پر وړاندې یوه دسیسه ده او حکومت اړ دی، چې ژر تر ژره نوموړی خوشی کړی.

نظام الدین قیصاري په فاریاب ولایت کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم یو له نېږدې او وتلیو قوماندانانو څخه دی.

نوموړي سره له دې چې د جنبش ګوند یو وتلی قوماندان و، تر څنګ یې د قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندان د ځايي پاڅون والو مشري یې هم کوله.

پر دغه دا تور دی، چې غیر مسؤول وسله وال یې هم درلودل او په دغه ولایت کې پر یو شمېر غیر قانوني کړنو کې لاس درولود.

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، نظام الدین قیصاري پرون دوشنبې د چنګاښ ۱۱ مه په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د یوې ناستې پر مهال نیول شوی دی.

د فاریاب د ولایتي شورا رییس محمد سمیع خیرخوا وايي، قیصاري ۲۰۹ شاهین قول اردو ته ورغوښتل شوی او هلته د افغان پوځیانو له خوا نیول شوی دی.

د هغه په وینا قیصاري تر نیول کېدو وروسته کابل ته لېږدول شوی دی.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو هم د قیصاري د نیولو کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي دغه قول اردو کې د لوړ پوړو امنیتي چارواکو تر منځ په قیصار ولسوالۍ کې د محلي پاڅونکوونکو د امنیتي پوستو د سقوط په اړه غونډه جوړه شوې وه.

له قول اردو نه خپره شوې خبرپاڼه وایي، قیصاري په دې غونډه کې په امرانه او تونده لهجه امنیتي چارواکونو ته د خاین خطاب په کولو سره هغوی په مرګ وګواښل.

سرچینه زیاتوي، قیصاري له دې وړاندې هم فاریاب ولایت کې نظامي چارواکي په مرګ ګواښلي او په دې غونډه کې یې هم ورته څرګندونې پر لفظي او فزیکي شخړه واوښتې، چې په پای کې نوموړی ونیول شو.

په ورته وخت کې ویل کېږي، چې د قیصاري د وسله والو کسانو او افغان ځانګړو ځواکونو تر منځ نښته هم شوې، چې په کې د قیصاري څلور ساتونکي وژل شوي، څلور یې ټپیان او نور یې د امنیتي ځواکونو له خوا بې وسلې کړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي