مصر کې د داعش درې قوماندان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي

12 سرطان 1397 ساعت 10:15

راپورونه وايي، د مصر شمال سینا دښته کې د داعش وسله والې ډلې درې وتلو قوماندانانو ځانونه مصري ځواکونو ته سپارلي دي.


راپورونه وايي، د مصر شمال سینا دښته کې د داعش وسله والې ډلې درې وتلو قوماندانانو ځانونه مصري ځواکونو ته سپارلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سیمه ییزې سرچینو ویلي، دغه داعش قوماندانانو وروسته له هغې امنیتي ځواکونو ته تسلیمي ورکړې، چې پر دوی امنیتي کړۍ راتنګه شوې وه.

د سینا د قبایلو ټولنې پر خپل فسبوک پاڼه لیکلي دي، چې د داعش دغه قوماندانانو د سینا په رفح ښار کې ځانونه د مصري امنیتي ځواکونو ته سپارلي دي.

باید و ویل شي، چې مصري ځواکونو له څلورو کلونو راهیسې د مصر شمال سینا کې پر داعش وسله والو کړۍ راتنګه کړې او څو میاشتې کېږي، چې پر وړاندې یې عملیات پیل کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 105879

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105879/

جمهور
  https://www.jomhornews.com