۰

د حکومت او طالبانو تر منځ د یو کلن اوربند له پاره هڅې روانې دي

چهارشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۸
د سولې غوښتنې ولسي کاروان غړي وایي ټاکل شوې لسګونه دیني عالمان او قومي مشران د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د یو کلن اوربند له پاره سره جرګه شي.
د حکومت او طالبانو تر منځ د یو کلن اوربند له پاره هڅې روانې دي
د سولې غوښتنې ولسي کاروان غړي وایي ټاکل شوې لسګونه دیني عالمان او قومي مشران د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د یو کلن اوربند له پاره سره جرګه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سولې کاروان غړي زیاتوي، چې دغه دیني عالمان او قومي مشران به د هېواد له بېلا بېلو برخو څخه سبا پنشنبې راټول شي.

د سولې غوښتنې ولسي حرکت مشر اقبال خیبر وايي، دغه دیني عالمان، قومي مخور او سپین ږیري دوی راوړي، چې په وینا یې هغوی به بیا له افغان حکومت او وسله والو طالبانو سره د سولې په یوه کلن اوربند خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په کابل او هم په ننګرهار ولایت کې د بېلا بېلو غونډو په ترڅ کې په تکرار سره و ویل، چې که طالبان اوربند غواړی حکومت چمتوی دی، چې تر یوه کاله هم ورسره اوربند اعلان کړي.

ولسمشر غني هغه مهال چې د هلمند د سولې ولسي کاروان ته ورغلی و هم په خپلو خبرو کې دغه خبر تکرار کړې وه او کاروانیانو او ولس یې غوښتي و، چې طالبان دې اوربند او سولې ته چمتو کړي حکومت چمتوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي