۰

د پاکستاني طالبانو د نوي مشر مرستیال هم وژل شوی دی

چهارشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۳
امریکايي چارواکو خبرو ورکړی، چې د پاکستاني طالبانو د نوي مشر مرستیال او د دغه ډلې دوهم نمبر قوماندان عمر رحمان هم د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.
د پاکستاني طالبانو د نوي مشر مرستیال هم وژل شوی دی
امریکايي چارواکو خبرو ورکړی، چې د پاکستاني طالبانو د نوي مشر مرستیال او د دغه ډلې دوهم نمبر قوماندان عمر رحمان هم د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي چارواکو چې د نوم له ښودلو یې ډډه شوې، د جرمني ډي پي ای خبري آژانس ته ویلي، چې ملا عمر رحمن سواتی د افغانستان په کونړ ولایت کې د ډرون الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.

دغه سرچینې زیاته کړې، چې عمر رحمان سواتی پرون سه شنبې د جولای ۳ مه وژل شوی دی.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو هم د خپل هېواد د امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې عمر رحمان د پاکستاني طالب مشرانو د یوه مشر کور ته په لاره و، چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په نښه کړی او وژلی یې دی.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش ویلي، امریکايي ځواکونه دا داسې بریدونو له کره کولو او د موخې کس له په نښه کولو وروسته جزیات له افغان چارواکو سره شریکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستاني طالبانو مخکنی مشر ملا فضل الله څه موده وړاندې د افغانستان په کونړ ولایت کې د امریکا په یوه ډرون برید کې وژل شوی وو.

د ملا فضل الله تر وژل کېدو وروسته لومړی ځینې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګنې عمر رحمان د پاکستاني طالبانو مشر ټاکل شوی، خو وروسته پاکستاني طالبانو د یوې خبرپانې په خپرولو سره مفتي نور ولي محسید د خپل نوي مشر په توګه اعلان کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي