۰
د ولسمشر دوهم مرستیال:

د غزني د ټاکنو په حوزه بندۍ کې راسره مشوره نه ده شوې

چهارشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۹
د ولسمشر مرستیال سروردانش د ټاکنو د خپلواک کمېسیون هغه راپورونه رد کړي، چې ویلي و، د غزني د ټاکنو حوزه بندي د ښاغلي دانش سره تر سلا مشورو وروسته شوې ده.
د غزني د ټاکنو په حوزه بندۍ کې راسره مشوره نه ده شوې
د ولسمشر مرستیال سروردانش د ټاکنو د خپلواک کمېسیون هغه راپورونه رد کړي، چې ویلي و، د غزني د ټاکنو حوزه بندي د ښاغلي دانش سره تر سلا مشورو وروسته شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون تازه په یوه تلوېزیوني خپرونه کې ویلي، چې غزني کې د ټاکنو تر سره کېدو په اړه شوې پرېکړه، چې په حوزو و وېشل شي، د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش سره تر مشورې او د هغه تر توافق وروسته شوې ده.

خو د ولسمشر د دوهم مرستیال دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ټاکنو د کمېسیون د مرستیال دغه څرګندونې په کلکه رد کړې او ویې یې دي، چې په دې برخه کې نه له ښاغلي دانش سره کومه مشوره شوې او نه هم په دې پرېکړه کې کوم رول درلود.

په خبرپانه کې ویل شوي، ښاغلي دانش په ټول هېواد کې د ټاکنیزو حوزو د کوچیني کولو په اړه د سترې محکمې له رییس سره خپل نظریات شریک کړي وو، او ټینګار یې کړی و، چې د ټاکنو له قانون او د وخت پر اساس د ټاکنو پر حوزو وېشلو وخت تېری شوی دی، چې غزني هم په دې حکم کې شامل دی.

په دې خبرپانه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاندویانو ته خبردارۍ ورکړل شوی، چې ولس ته د معلوماتو ورکولو په اړه له پوره دقت څخه کار واخلي او مسؤولانه چلند وکړي، تر څو عامه افکار زیان ونه ویني.

باید و ویل شي، چې غزني کې د ټاکنو تر سره کېدل څه موده وړاندې د کمېسیون له خوا په حوزوي شکل اعلان شو، دغه اعلان ګڼ غبرګونونه راوپارول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي