ولسمشرغني:

نور راته نامسووله وسله والو او زورواکي د منلو نه ده

14 سرطان 1397 ساعت 9:22

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نور په هېواد کې نامسووله وسله والو او زورواکي ورته د منلو نه ده او قانون به پلی کوي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نور په هېواد کې نامسووله وسله والو او زورواکي ورته د منلو نه ده او قانون به پلی کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د چنګاښ ۱۳ مه ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل، چې له دې وروسته به د غیر مسوولو وسله والو پر وړاندې جدي اقدامات کوي او خپلسري وسله وال له منځه وړي.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې د غیره مسووله وسله والو او زورواکو پر وړاندې یې اقدامات پیل کړي او قانون به پلي کوي.

هغه افغان ځواکونو ته په خطاب کې و ویل«همدا ستاسو مېړنیو او سرښندونکو پر مټ مې په وروستیو څو ورځو سیمه ییز وسله وال او محلي زورواکي لاس تړلي کابل ته راوستي دي.

ښاغلي غني د دغه محلي زورواکو نومونه څرګند نه کړل، خو اشاره یې ښايي، د اروزګان د امنیت د پخواني امر، بادغیس کې د یوه پخواني ولسوال او دغه راز فاریاب کې د جنبش د یوه محلي قومندان نظام الدین قیصاري نیول کېدل و.

افغان حکومت وايي هڅه کوي چې له دې وروسته سیمه ییز زورواکي له منځه یوسي ځکه دوی د حکومت تر چتر لاندې پر خلکو ظلمونه کوي او افغانانو ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.

ولسمشر غني ټینګارو کړ، او ویې ویل هغه کسان به ونیسي چې جګړې یې پيل کړې دي او خپلسري وسله وال ساتي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105962

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105962/

جمهور
  https://www.jomhornews.com