۰

د پاکستاني طالبانو یو بل قوماندان قاري عبدالله داوړ وژل شوی دی

پنجشنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۴
استخباراتي سرچینو لوېدیځو رسنیو ته ویلي، چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د پاکستاني طالبانو یو بل مهم قوماندان هم وژل شوی دی.
د پاکستاني طالبانو یو بل قوماندان قاري عبدالله داوړ وژل شوی دی
استخباراتي سرچینو لوېدیځو رسنیو ته ویلي، چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د پاکستاني طالبانو یو بل مهم قوماندان هم وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان دوه استخباراتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط اسوشیټېډ پریس اژانس ته ویلي، چې د پاکستاني طالبانو دغه وژل شوی مهم قوماندان قاري عبدالله داوړ نومېږي.

دغه استخباراتي سرچینو ویلي، چې قاري عبدالله داوړ پرون چهارشنبې د چنګاښ ۱۳ مه د شمالي وزیرستان د تور تنګي په سیمه کې بې پیلوټه الوتکې ویشتلی او وژلی دی.

سرچینې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده، چې قاري عبدالله داوړ د ګل بهادر د ډلې قوماندان و، چې په افغانستان کې یې عملیات کول.

امریکایي او افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د امریکايي چارواکو ډېورنډ کرښې ته څېرمه کنړ ولایت کې هم د پاکستاني طالبانو د یوه وتلي او مشهور قوماندان عمر رحمان سواتي د وژل کېدو خبر ورکړی وی.

تر عمر رحمان څه موده وړاندې د پاکستاني طالبانو عمومي مشر ملا فضل الله هم د افغانستان په کونړ ولایت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی وو چې وروسته پاکستاني طالبانو مفتي نور ولي د خپل مشر په توګه وټاکه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي