۰

پاکستان کې موسمي باروانو ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

پنجشنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۵
پاکستاني رسنۍ وایي په دغه هېواد کې د سختو موسمي باروانو له امله ۱۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.
پاکستان کې موسمي باروانو ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
پاکستاني رسنۍ وایي په دغه هېواد کې د سختو موسمي باروانو له امله ۱۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو زیاته کړې، چې له تېرو ۱۶ ساعتونو راهیسې په لاهور ښار کې سخت باروانونه پیل شوي دي، چې امله یې مالي زیانونه هم اوښتي.

سرچینه زیاتوي، د زیاتو بارانونو له امله واټونه له اوبو ډک شوي په ځینو سیمو کې کورونه نړولي او زیان یې رامنځ ته کړی دی.

ویل کېږي، ځینو کسانو د سختو بارانونو او اوبو له امله خپل کورونه پرېښي او نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د دې تر څنګ ترافیک هم ګډوډ شوي او په ځينو سیمو کې ځمک ښویېدنه هم رامنځ ته شوې ده.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې دغه موسمي بارانونه به د اګست میاشتې تر ۱۵ پورې دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي