۰

جرمني ۶۹ نور افغان کډوال له خپل هېواده ایستلي دي

پنجشنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۱
راپورونه وايي، جرمني ۶۹ افغان کډوال چې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه یې رد شوي وو له دې هېواد ایستلي او بېرته یې افغانستان ته رالېږلي دي.
جرمني ۶۹ نور افغان کډوال له خپل هېواده ایستلي دي
راپورونه وايي، جرمني ۶۹ افغان کډوال چې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه یې رد شوي وو له دې هېواد ایستلي او بېرته یې افغانستان ته رالېږلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرمني رسنیو ویلي، دغه افغان پناه غوښتونکي پرون له مونشن ښار څخه کابل ته په الوتکه کې ولېږدول شول.

باید و ویل شي، چې جرمني په کابل کې د دوی سفارت ته نېږدې د ټانکر موټر په واسطه شوې چاودنې، چې سلګونو کسانو ته په مرګ ژوبله اوښتې وه، له خپل هېواد د افغان کډوالو لړۍ درولي وهو خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا د افغان کډوالو په ایستلو لاس پورې کړی دی.

دغه هېواد تر اوسه پورې ۳۰۰ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي او افغانستان ته یې لېږدلي دي.

جرمني هغه افغان کډوال راوباسي، چې د تروریستي فعالیتونو شک پرې کېږي، یا په کوم جرم تورن شوي وي او یا هم د کډوال سم اسناد یې نه وي وړاندې کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي