ښايي د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو د غړو هېوادونو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي بروکسل کې د ناټو غونډه به راتلونکو څو ورځو کې جوړه شي او ټرمپ به هم د دې غوندې په څنډو کې د ناټو غړو هېوادونو له چارواکو سره وغږېږي.
د رسنیو د راپورونو پر بنسټ ټرمپ به د ناټو له غړو هېوادو وغواړي، چې د افغانستان په اړه خپلې مالي مرستې او ملاتړ ډېر او په دې هېواد کې خپل حضور وغځوي.
دغه راز به د امریکا ولسمشر د یاد سازمان له غړو هېوادونو سره د افغانستان او جنوبي آسیا له پاره د امریکا پر ستراتېري هم خبر اترې وکړي.
په ورته وخت د سپینې ماڼۍ سرچینو په همدې تړاو ویلي، چې ټرمپ غواړي په دې توګه په افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه پای ته ورسوي او په دغه هېواد کې ددایمي ثبات لپاره اقدامات وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل