د بلخ چمتال ولسوالۍ کې پوځي عملیات پیل شوي دي

16 سرطان 1397 ساعت 11:12

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د پوځي عملیات د پیل خبر ورکوي.


په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د پوځي عملیات د پیل خبر ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد قول اردو نن شنبې د چنګاښ ۱۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات نن په یاده ولسوالۍ کې پیل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، عملیات د افغان ګډو ځواکونو له خوا چې هوايي ملاتړ او د کمانډو ځواکونو مرسته هم ورسره ده پیل شوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو زیاته کړې، چې دغه عملیات دا مهال د چمتال ولسوالۍ په جرقلعه او شورابي سیمو کې روان دي، چې پر مهال یې دوه وسله وال مخالفین وژلش وي او څلور نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه دا هم وايي، چې تېره شپه په یاده ولسوالۍ کې پر ځینو امنیتي پوستو وسله والو هم ډلیز بریدونه کړي و، چې پر شاه تمبول شوي دي.

۲۰۹ شاهین قول اردو زیاتوي، چې دا عملیات به د دغه ولسوالۍ څخه د وسله والو مخالفینو تر پاکولو پورې دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:شمال

 


د مطلب کود: 106019

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106019/

جمهور
  https://www.jomhornews.com