د غزني د ولایتي شورا غړي وايي، د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ د څو ساعتونو له پاره طالبانو نیولې وه او ګڼ مالي زیاتونه یې ورته اړولي دي.
د ولایتي شورا یو تن غړي نصیراحمد فقري جمهور آژانس ته و ویل، وسله والو طالبانو تېره شپه(د چنګاښ ۱۶) مه پر جغتو ولسوالۍ ډلیز برید وکړ او دغه ولسوالي یې د څو ساعتونو له پاره تر خپلې ولکې لاندې راوستې وه.
د هغه په وینا طالبانو د ولسوالۍ ټول اداري وسایل چور کړي او د ولسوالۍ ودانۍ ته یې اور ورته کړی و او سوځولې یې ده.
هغه د جګړې پر مهال د مرګ ژوبلې په اړه څه نه ویل خو زیاته یې کړه، چې له څو ساعته وروسته ولسوالي بېرته افغان ځواکونو ونیوله.
د غزني د ولایتي شورا دغه غړی زیاتوي، چې طالبان لا هم د یادې ولسوالۍ شاوخوا سیمو کې شته او که چېرته امنیتي چارواکي په دې اړه کوم جدي تصمیم ونه نیسي ښايي بیا پر ولسوالۍ برید وکړي.
ومو غوښتل په دې اړه د غزني د امنیتي چارواکو نظر هم ولرو خو له پرلپسې تلېفوني اړیکې بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر واخلو.
بل خوا طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي د جغتو ولسوالۍ یې نیولې وه او امنیتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض