۰
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس:

حکومت د ټاکنو کې د سیمه ییزه زورواکو د لاسوهنې مخنیوی وکړي

شنبی ۱۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۶
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیا پر حکومت غږ وکړ، چې په ټاکنو کې د سیمه ییزه زورواکونو او یو شمېر قوماندانانو د مداخلې جدي مخنیوی وکړي.
حکومت د ټاکنو کې د سیمه ییزه زورواکو د لاسوهنې مخنیوی وکړي
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیا پر حکومت غږ وکړ، چې په ټاکنو کې د سیمه ییزه زورواکانو او یو شمېر قوماندانانو د مداخلې جدي مخنیوی وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صیاد چې نن شنبې د چنګاښ ۱۶ مه یې کابل کې یوې غونده کې خبرې کولې و ویل، چې له وسله والو سره د مبارزې تر څنګ حکومت ته ښایي، چې په ټاکنو کې د سیمه ییزه زورواکو د لاس وهنې د مخنیوي له پاره هم جدي اقدامات او مبازه وکړي.

دغه غونډه چې په ټاکنو کې د ښځو د ګډون او ونډې تر لانامه لاندې جوړه شوې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ریی په ټاکنو کې د محلي زورواکانو او قوماندانانو لاس وهنه د دغه پروسې پر وړاندې لوی او جدي خنډ وباله.

هغه و ویل«لکه څنګه چې د دولت وسله وال مخالفین د ټاکنو پروسې پر وړاندې خنډ دي او خنډونه جوړوي، دغسې سیمه ییز زورواکي، قوماندان او غیر مسوول وسله وال کسان هم خنډ دي.»

د صیاد په خبره سیمه ییزه زرواکو، یو شمېر قوماندانانو او غیر مسووله وسله والو کسانو په تېرو ټاکنو کې هم لاس وهنه کوله او دا ځل یې هم ورته کارونه شروع کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په تېر ځل ټاکنو کې هم د ټاکنو مرکزونه تر ډېره د سیمه ییزه زورواکو او قوماندانانو په کورنو کې و، چې درغلي یې کوله او دا ځل هم هڅه کېږي دا کار تر سره کړي.

ده و ویل، کمېسیون تر ډېره هڅه کړې، چې د ټاکنو مرکزونه د دغه زورواکو او قوماندانو د نفوذ له ساحې څخه عمومي فضا ته راوباسي خو حکومت ته هم ښايي، چې په دې برخه کې مرسته وکړي او د هغوی د لاسوهنې مخنیوی وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر حکومت غږ وکړ، چې د دې ډول کسانو جدي مخنیوی وکړي، پر وړاندې یې عملي اقدامات وکړي او د ټاکنو امنیت خوندي کړي.

جمهورخبري آژانس: عبدالجلیل سروش
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي