۰

زابل کې ماین چاودنې درې ملکیان وژلي دي

شنبی ۱۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۶
سیمه ییز چارواکي وايي، زابل ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې درې تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
زابل کې ماین چاودنې درې ملکیان وژلي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، زابل ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې درې تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (دچنګاښ ۱۶مه) شاوخوا ۱۱ بجې  د کندهار- زابل پر لویه لار د جلدک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، ولسي وګړي په یوه سراچه موټر کې بر دغه لار روان و، چې په یاده سیمه کې یې پر موټر ماین چاودلی.

نوموړي زیاته کړه، ماین وسله والو طالبانو ځای پر ځای کړی و او په چاودنه کې یې درې ولسي وګړي وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې هم دوه چاودنو درې ماشومان وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي وو.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي