زابل کې ماین چاودنې درې ملکیان وژلي دي

16 سرطان 1397 ساعت 13:06

سیمه ییز چارواکي وايي، زابل ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې درې تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، زابل ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې درې تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (دچنګاښ ۱۶مه) شاوخوا ۱۱ بجې  د کندهار- زابل پر لویه لار د جلدک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، ولسي وګړي په یوه سراچه موټر کې بر دغه لار روان و، چې په یاده سیمه کې یې پر موټر ماین چاودلی.

نوموړي زیاته کړه، ماین وسله والو طالبانو ځای پر ځای کړی و او په چاودنه کې یې درې ولسي وګړي وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې هم دوه چاودنو درې ماشومان وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي وو.

جمهورخبري آژانس:زابل
 


د مطلب کود: 106024

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106024/

جمهور
  https://www.jomhornews.com