سرپل کې وسله والو یو نارینه او دوه ښځې وژلې دي

16 سرطان 1397 ساعت 15:04

سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو مخالفینو د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې یو ناورینه او دوه مېرمنې په ډزو وژلې دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو مخالفینو د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې یو ناورینه او دوه مېرمنې په ډزو وژلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وایي، دغه پېښه تېره شپه د سانچارک ولسوالۍ د تبر په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي ادعا وکړه، چې دغه کار وسله والو طالبانو کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې طالبانو په یاده سیمه کې یو نارینه او دوه مېرمنې په ډزو وژلې او یوه بله مېرمن یې ټپي کړې ده.

دی وايي، تر اوسه نه ده معلومه چې طالبانو دا کسان په څه تور وژلي دي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:سرپل
 
 


د مطلب کود: 106039

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106039/

جمهور
  https://www.jomhornews.com