افغانستان کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی او دوه ټپیان دي

17 سرطان 1397 ساعت 8:25

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پرېکنده ماموریت وايي، په یوه داخلي برید کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پرېکنده ماموریت وايي، په یوه داخلي برید کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ناټو د پرېکنده ماموریت له دفتره خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه پېښه د افغانستان په جنوب کې رامنځ ته شوې ده.

په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو افغان امنیتي چارواکو ویلي، چې دغه پېښه په اروزګان ولایت کې رامنځ ته شوې ده.

یو افغان پولیس افسر ویلي، دغه پېښه د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار په هوايي ډګر کې رامنځ ته شوې، خو هغه هم په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

طالبانو هم ویلي، چې یوه افغان سرتېري درې امریکايي پوځیان په یوه برید کې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 106049

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106049/

جمهور
  https://www.jomhornews.com