بهرني ځواکونه:

ننګرهار کې مو د داعش د خلافت مرکز له منځه وړی دی

17 سرطان 1397 ساعت 8:34

په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونو وايي، له افغان ځواکونو سره یې په ګډه په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د خلافت اصلي مرکز ویجاړ کړی دی.


په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونو وايي، له افغان ځواکونو سره یې په ګډه په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د خلافت اصلي مرکز ویجاړ کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بهرنیو ځواکونو ویلي له افغان ځواکونو سره یې په ګډه د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګوري سیمه کې پر داعش برید کړی او د هغوی لوی مرکز یې له منځه وړی دی.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو مشر ډګروال جوشوا تیل پرون شنبې د چنګاښ ۱۶ مه د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د خبرو پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، چې په تېرو دوه میاشتو کې د داعش پر ضد په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۶۰ داعشیان وژل شوي، چې بهرني جنګیالي هم په کې شامل دي.

دی زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې پر افغان ځواکونو سربېرله لسګونو ځانګړو امریکايي ځواکونو هم برخه درلوده او د داعش نهه دوکانونه او پنځه تونلونه چې هغوی ترې د پټنځایونو په توګه ګټه اخېسته له منځه وړل شوي دي.

افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 106050

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106050/

جمهور
  https://www.jomhornews.com