۰

جاپان کې سختو سېلابونو ۱۶ تنه وژلي دي

یکشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۰
راپورونه وايي، جاپان کې د سخت باران، توپان او ځمکې ښوېدنې له امله ۶۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جاپان کې سختو سېلابونو ۱۶ تنه وژلي دي
راپورونه وايي، جاپان کې د سخت باران، توپان او ځمکې ښوېدنې له امله ۶۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاپاني رسنیو ویلي، د سېلابونو له امله ۱۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز جاپاني رسنیو زیاته کړې، چې د سختو بارانونو له امله نېږدې یو نیم میلیون کسانو خپل کورنه پرېښي او ګڼ مالي زیانونه ورته اوښتي دي.

د جاپان حکومت ویلي، اوسمهال ۴۸ زره پولیس ځواکونه او نور مرسته رسوونکي سازمانونه د یاد هېواد ۱۰۰ ځپلو سیمو ته د مرستې رسولو په حال کې دي.

د یاد هېواد د هوا پېژندنې ادارې د یاد هېواد څلورو ولایتونو ته خبرداری ورکړی، چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې دې د تېزو بادونو، بارانونو او ځمک ښوېدنې په اړه بیدار واوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي