جاپان کې سختو سېلابونو ۱۶ تنه وژلي دي

17 سرطان 1397 ساعت 9:00

راپورونه وايي، جاپان کې د سخت باران، توپان او ځمکې ښوېدنې له امله ۶۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


راپورونه وايي، جاپان کې د سخت باران، توپان او ځمکې ښوېدنې له امله ۶۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاپاني رسنیو ویلي، د سېلابونو له امله ۱۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز جاپاني رسنیو زیاته کړې، چې د سختو بارانونو له امله نېږدې یو نیم میلیون کسانو خپل کورنه پرېښي او ګڼ مالي زیانونه ورته اوښتي دي.

د جاپان حکومت ویلي، اوسمهال ۴۸ زره پولیس ځواکونه او نور مرسته رسوونکي سازمانونه د یاد هېواد ۱۰۰ ځپلو سیمو ته د مرستې رسولو په حال کې دي.

د یاد هېواد د هوا پېژندنې ادارې د یاد هېواد څلورو ولایتونو ته خبرداری ورکړی، چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې دې د تېزو بادونو، بارانونو او ځمک ښوېدنې په اړه بیدار واوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106053

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106053/

جمهور
  https://www.jomhornews.com