۰
مالیزیا:

دیني عالم ډاکتر ذاکر نایک هند ته نه سپارو

یکشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۴
مالیزیا د هند د یوه لوی اسلامي عالم ډاکتر ذاکر نایک په اړه د هند هغه غوښتنه رد کړې، چې له مالیزیا یې د هغه د ورګرځولو په اړه کړې ده.
دیني عالم ډاکتر ذاکر نایک هند ته نه سپارو
مالیزیا د هند د یوه لوی اسلامي عالم ډاکتر ذاکر نایک په اړه د هند هغه غوښتنه رد کړې، چې له مالیزیا یې د هغه د ورګرځولو په اړه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مالیزیا نوي لومړي وزیر ویلي، د هند دا غوښتنه نه مني، چې ګڼې ډاکتر نایک دې هند ته وروګرځول شي.

نوموړي ویلي، ښاغلی نایک به یې په هېواد کې په پوره امن کې ژوند کوي او په وینا یې دا ورته لوی ویاړ دی، چې یو ستر دیني عالم یې هېواد کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، ذاکر نایک د هند تبعه دی، چې د ترهګرۍ د پياوړي کولو او د دې پدېدې لپاره د ذهنیت جوړولو تور ورباندې دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې وه، چې مالیزیا دې ډاکتر نایک بېرته هند ته ولېږي څو د هندي قوانینو له مخې چلند ورسره وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي