پوځي چارواکو شمال کې د ۳۸ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ

17 سرطان 1397 ساعت 11:26

په شمال کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په بلخ، فاریاب او بغلان ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۶۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په شمال کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په بلخ، فاریاب او بغلان ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۶۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن یک شنبې د چنګاښ ۱۷ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۲۲ طالبان وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې د فاریاب په المار ولسوالۍ کې بیا د کمانډو ځواکونو سره په نښته او هوايي بریدونو کې ۱۰ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه وايي، د بغلان ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ د سرک ملایان په سیمه کې بیا د عملیاتو پر مهال ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوی د یوه مرستیال ولسوال په ګډون درې تنه سخت ټپیان شوي دي.

۲۰۹ شاهین قول اردو ویلي، چې د افغان ځواکونو عملیات په شدت سره دوام لري تر څو ټولې سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 
 


د مطلب کود: 106059

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106059/

جمهور
  https://www.jomhornews.com