کندهار کې د طالبانو یو لوی برید پر شاه تمبول شوی دی

17 سرطان 1397 ساعت 11:36

په سویل کې د پوځ چارواکي وایي، افغان ځواکونو په کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو یو لوی برید په شاه تمبولی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


په سویل کې د پوځ چارواکي وایي، افغان ځواکونو په کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو یو لوی برید په شاه تمبولی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن یحیی علوي ویلي طالبانو تېره شپه د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د شاه غونډان په سیمه کې د افغان پوځ په یوه مرکز برید وکړ.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو له برید سره سم افغان پوځیان لاس په کار شوي او ځوابیه برید یې پیل کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند وايي، د طالبانو په برید کې افغان پوځیانو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی او د طالبانو برید په شاه تمبول شوی دی.

بل خوا نوموړي و ویل، چې په اروزګان ولایت کې هم د افغان پوځ په عملیاتو کې ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پوځ چارواکو د افغانستان په شمال کې هم د عملیاتو پر مهال ۶۴ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 106060

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106060/

جمهور
  https://www.jomhornews.com