د دفاع وزیر د سفر سره سم پر غزني راکېتي برید شوی

17 سرطان 1397 ساعت 11:54

سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت ته د ملي دفاع وزیر او کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال د سفر سره سم پر دغه ولایت راکېټي برید شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت ته د ملي دفاع وزیر او کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال د سفر سره سم پر دغه ولایت راکېټي برید شوی دی.

ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي او د کورنیو چارو وزارت مرستیال نن یک شنبې د چنګاښ ۱۷ مه د غزني د امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه دغه ولایت ته تللي دي.

خو د هغو د ورتګ سره سم پر غزني ښار درې توغندي توغول شوي، چې له امله یې ځاني زیان هم رامنځ ته شوی دی.

د غزني د والي ویاند عارف نوري جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې نن سهار شاوخوا ۹:۳۰ بجې پر غزني ښار کې درې توغندي لګېدلي، چې له امله یې د پوځ دوه سرتېري او درې ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې یو توغندی د ولایت مقام ودانۍ ته نېږدې، بل یې د پوهنې ریاست سره او دریم یې هم د غزني سیند په منځ کې لګېدلی دی.

د غزني د والي ویاند زیاتوي، چې د پېښې ټپیان د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 


د مطلب کود: 106061

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106061/

جمهور
  https://www.jomhornews.com