یو شمېر هېوادوالو:

د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې بهیر دې تمدید کړای شي

17 سرطان 1397 ساعت 15:19

یو شمېر هېوادوالو له حکومت او په ځانګړې توګه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل، چې د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې بهیر د یوې مودې له پاره اوږد کړي.


یو شمېر هېوادوالو له حکومت او په ځانګړې توګه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل، چې د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې بهیر د یوې مودې له پاره اوږد کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کسان چې نن یک شنبې د چنګاښ ۱۷ مه کابل کې راغونډي شوي و، و ویل، چې د امنیتي ستونزو او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لږ کارۍ له امله ګڼ شمېر خلک له نوم لیکنې پاتې شوي دي.

دوی و ویل، چې حکومت او د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو له قانون سره سم تدابیر د ټاکنو د ترسره کېدو له پاره نه دي نیولي تر څو ټول هېوادوال په کې ګډون وکړي او خپل ریښتیني استازي ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ته معرفي کړي.

دغه هېوادوالو د کاغذي پېژند پاڼو وېش او د ټاکنو د کمېسیون د مامورینو سست کار بله هغه ستونزه وبلله چې په وینا یې خلک له نوم لیکنې پاتې شوي دي.

دوی د هېواد په کچه د لسو زور کسانو لاسلیکونه هم ټول کړي، چې په کې له حکومت او کمېسیون څخه غوښتل شوي و، چې د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې موده یو څه نوره هم وغځوي.

دغه راز یې له حکومت او کمېسیون څخه غوښتنه درلوده، چې د پېژندپاڼو او د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې سیار ټیمونه د هېواد لرې پرتو سیمو ته ولېږي، تر څو هغه خلک هم په ټاکنو کې برخه واخلي او ټاکنې په رښتینې مانا سرتاسري شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو د کمېسیون د معلوماتو له مخې د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې په ټاکل شوې موده کې اته نیم میلیونه وګړو نوم لیکنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 


د مطلب کود: 106082

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106082/

جمهور
  https://www.jomhornews.com